بی بی ګل د سواد زده کړې سیالی

په افغانستان کې د یونسکو استازولی د افغانستان د لومړۍ مېرمنې دفتر، د ولسمشرۍ دوهم مرستیال دفتر، د پوهنې وزرات په ملګرتیا د تاسو ته د بی بی ګل د سواده زده کړې په سیالۍ کې د ګډون بلنه درکوی. «لیک لوست د ټولنیز تغیر او تلپاتې پرمختک لپاره» د دې سیالۍ لپاره موضوع غوره شوی دی. ټول هغه سازمانو او اشخاص چې په دې سیالۍ کې د ګډون لېوالتیا ولری لاندې ټکو ته پام سره دې خپل غوښتن لیکونه تسلیم کړی.

موخه

د بی بی ګل د سواد زدکړې سیالۍ اساسی موخه دهغو دولتی او غیردولتی موسسو او اداراتو د کړنو ستایل دی، چې په افغانستان کې د سواد زدکړې د کچې د  پیاوړتیا په برخه کې فعالانه ونډه درلودلې ده او د سواد زدکړې اغېزمن پروګرامونه یې پلی کړی دی. دا سیالۍ څلورمې پراختیایی موخې  ( د هراړخیزو او مساویانه زدکړو برابرول او له مادام العمری زدکړو څخه ملاتړ) ته رسېدو کې مرسته کوی
څوک یې وړتیا لری:

د نوموړې  سیالۍ ډالۍ هغو کسانو، موسساتو او اداراتو ته ورکول کیږی چې د افغانستان دننه فعالیت کوی. نوماندان باید په لاندې برخو کې جوتې لاسته راوړنې ولری:

  • د تدریس او زدکړې کیفیت
  • اغېزمنتیا
  • د زدکوونکو له فردی او ټولنیز اړتیاوو سره د سواد زدکړې پروګرام سمون
  • نوښت
  • دلیک لوست زدکړې د کچې پیاوړتیا لپاره رضاکاری
  • دوام
  • د راز راز ټولنیزو ګروپونو شاملول په ځانګړې توګه میرمنې
  • د لیک لوست زدکړې په برخه کې د مالوماتی ټکنالوژۍ کارول

څوک یې وړتیا نه لری؟
هر هغه پروګرامونه یا پروژې چې په ۲۰۱۶ کې د افغانستان لپاره د بی بی ګل سواد زده کړې سیالۍ کې جایزه ګټونکی اعلان شوی وی.
غوښتنلیکونه باید کوم څه له ځانه سره ولری :

  • د ځوانانو او لویانو د لیک لوست په اړه یو هر اړخیز شالید(پس منظر)
  • یو مکمله شرحه د میتود په اړه او د هغه څخه د لاسته راوړنو په اړه
  • نور اړوند اسناد که چېرې شتون ولری ورسره مل تسلیم کړل شی.
  • یو لنډیز چې دا څرګنده کړی چې څه ډول د ده د کار پایلې د سیالۍ له موخو سره یو شان دی.

د جایزې ګټونکو ډالۍ:

  1. لومړی مقام ګټونکی ته: ۲۰۰۰ امریکایی ډالره او یو ستاینلیک
  2. د دوهم مقام ګټونکی ته: ۱۵۰۰ امریکایی ډالره او یو ستاینلیک
  3. د دریم مقام ګټونکی ته: ۱۰۰۰ امریکایی ډالره او یو ستاینلیک

څنګه ګډون کولای شئ:
د غوښتنلیک لارښوونې، مفکورې یادښتونه، او په انګلیسی ژبه د غوښتنلیک فورمه کولی شی د یونسکو کابل ویب پاڼې څه در کښته کړئ: http://www.unesco.org/new/en/kabul/

د افغانستان لپاره د یونسکو ملی کمېسون له ویبپاڼې څخه : https://en.unesco.org/countries/national-commissions
او همدا رنګه د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت له ویبپاڼې څخه: http://ldmoe.gov.af/

د اکبر له ویبسایت څخه: http://www.acbar.org/
بشپړ شوی غوښتنلیکونه او مل فایلونه باید l.prize@unesco.org بریښنالیک ته را واستول شی، او غټ سایز او یا هارډ فایلونه باید د په کابل کې د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت سکرټریت ته وسپارل شی.
د اسنادو د تسلیمۍ وروستۍ نېټه: د فبروری ۲۷ نېټه ۲۰۱۸ کال

۱٫ درخواست برای مسابقه پشتو

۲٫ فورم درخواستی برای مسابقه به زبان پشتو

۳٫ طرح مسابقه به زبان پشتو

LEAVE A REPLY