د خلکو سهیم کولو لارښود

مقدمه

د هیواد د اساسی قانون د ۴۳ او ۴۴ مادو له مخې، زده کړه د ټولو وګړو حق دی. د بېسوادۍ د لمنځه وړلو لپاره باید د لیک لوست زده کړې پروګرام په ټول هیواد کې په موثر او عادلانه ډول د لومړیتوب د اصل په پام کې نیولو سره پلی شی.د پوهنې وزارت او د لیک لوست زده کړې معینیت دې موخی ته د رسیدو لپاره د پوهنې د ملی استراتیژۍ او د لیک لوست زده کړې د عملیاتی پلان پر اساس، لویانو ته د زده کړې مناسب فرصتونه او عمومی خدمات چمتو کوی.

د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معینیت د موثرې زده کړې، د زده کوونکو د کورس پریښودلو څخه د مخنیوی، د لومړیتوب لرونکو کلیو د ټاکلو، د زده کړې د بهیر د ښه کیدلو او د لیک لوست زده کړې کورسونو څخه د خلکو دوامداره ملاتړ په موخه پریکړه وکړه چې د کلیو په کچه خلک سهیم او هغوی ته په لیک لوست زده کړو کې فعاله ونډه ورکړی. وروسته له زیاتو بحثونو او د “لویانو د زده کړو د وضعیت او د ضرورتونو د سروی” د نتایجو په اساس د لیک لوست زده کړې معینیت د جایکا/ لیف ۲ پروژې په مالی او تخنیکی ملاتړ په هیواد کې د لومړی ځل لپاره (د لیک لوست زده کړې کورسونو په جوړولو او پلی کولو کې د خلکو  سهیم کولو پروګرام)  د کلی/ګذر لیک لوست زده کړې کمېټو په جوړولو د بلخ په مرکز مزارشریف ښار، د ننګرهار د کامې او د کابل په میربچه کوټ ولسوالیو کې په ازمایښتی ډول عملی کړ.

ترلاسه شوی پایلې ښایی چې د کلی/ګذر لیک لوست زده کړې کمیټې د جوړولو له لارې د خلکو فعاله ونډه اخیستل د لیک لوست زده کړې پروسې په کیفیت کې مثبت تغیر، دوامداره څارنه او د خلکو باور تضمینوی. په حقیقت کې له دې لارې د کلی خلکو سره عملی او دوامداره ګډون رامنځته کیږی او د لیک لوست زده کړې کورسونو په اړه د خلکو د مالکیت حس زیاتیږی.

په دې لارښود کې؛ په ازمایښتی سیمو کې د لیک لوست زده کړې کورسونو په جوړولو او عملی کولو کې د خلکو سهیم کولو پروګرام فعالیتونه، نتایج او لاسته راوړنې په مفصله توګه ذکر شوی او په پام کې ده چې د ځینو مراحلو د ترسره کیدو وروسته په ټول هیواد کې د ګټې اخیستنې وړ وګرځی.

په پای کې هیله لرو چې په لیک لوست زده کړو کې د خلکو سهیم کولو لارښود او د هغه مربوطه فورمونه د لیک لوست زده کړې معینیت ټولو همکارانو او د غیر دولتی همکارو موسساتو لپاره هم ګټور ثابت شی.

د خلکو سهیم کولو لارښود

LEAVE A REPLY