ګزارش GIZ د ۲۶ نېټې څخه تر۲۸ مې نېټې پورې د لیک لوست زده کړې معینیت، د کورنیو چارو وزارت د لیک لوست زده کړې څانګې او د آلمان د نړیوالو همکاریو د فترGIZ د کارکوونکو تر منځ د پوهاوی او همغږۍ درې ورځنی ورکشاپ د کورنیو چارو وزارت په تالار کې ترسره شو. د دې ورکشاپ موخه داوه تر څو د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې مرکزی او ولایتی مدیرانو او همدا راز د کورنیو چارو وزارت د لیک لوست زده کړې څانګې مرکزی او ولایتی مسولینو ترمنځ د لیک لوست زده کړې د پروګرامونو د ښه تطبیق او هماهنګۍ زمینه برابرې شی. په یاد ورکشاپ کې د لیک لوست زده کړې معین ښاغلی دوکتور سردار محمد رحیمی د دې ورکشاپ جوړوونکې ادارې GIZ کار کوونکو څخه د مننې ترڅنګه زیاته کړه، چې افغانستان د نړۍ په کچه لوړ ترین ګراف د بې سوادۍ لری نو له همدې امله د افغانستان خلک د ګڼو ستونزو سره لکه ناپوهی، بې امنی، فقر او داسې نور دی چې افغانستان یې له خنډونو سره لاس او ګریوان کړی؛ نو دې ستونزو ته په کتو د افغانستان دولت د بې سوادۍ له منځه وړلو په برخه کې جدی مبارزه په پام کې لری په ځانګړی ډول د ملی پولیسو لوستی کېدل به د دې سبب شی تر څو له یو خوا دجرمونو کچه راټیټه او له بلې خوابه د قانون څخه سرغړونې او خوشونت کم شی. همدارنګه ښاغلی رحیمی زیاته کړه چې د لیک لوست زده کړه د اسلام مبین دین له نظره هم یو اړین امر دی تر څو ټول خلک حداقل لیکل او لوستل زده کړی. په پای کې د آلمان نړیوالو همکاریو GIZ ادارې د لیک لوست زده کړې معینیت او د کورنیو چارو وزارت د لیک لوست زده کړې څانګې له کارونو څخه قدر دانی وکړه او همدا راز یې د لیک لوست زده کړې معین ښاغلی دوکتور سردار محمد رحیمی او الحاج لوی پاسوال اکرام الدین یاور د کورنیو چارو اداری معین هم په په ځانګړو منن لیکنو وستایل.

LEAVE A REPLY