د ستونزو دحل او د پوهنې او ښوونې او روزنې د و ضعیت او د لیک لوست زده کړې و لاتیې کمېټه کې دګډون په موخه د لیک لوست زده کړې معین ښاغلی دوکتور سردار محمد رحیمی د ولایتی سفرونو په لړ کې دا ځل دایکنډی و لایت ته سفر وکړ، چې د ښه راغلاست په موخه د دایکنډی ولایت مختلفو کشرنو، حکومتی چارواکو، د مدنی ټولنوغړو، د پوهنې د نظام ګډونوالو، د ولایتی شورا غړو، علماو او د ورزشی بنسټونو ورزش کاران راټول شوی وو او د ګلانو په ورکړه، د نجونو له خوا ورزشی نمایشونو او ترانو په ویلو بدرګه شو. وروسته یې د دایکنډی ولایت والی اغلې معصومې مرادی ، د ولایت مقام مرستیال، د پوهنې ریاست سرپرست، د ولایت اړوندو ریاستونو ریسانو، دولسوالیو په کچه د پوهنې آمرینو، د آتو واړو ولسوالیو د لیک لوست زده کړې مدیرانو ، سپین ږیرو او مشرانو سره وکتل. همدارنګه یې په یاد ولایت کې دوه بابه د نجونو او هلکانو لېسې هم چې د یونسف ادارې په مالی مرسته جوړې شوې وې د دایکنډی ولایت د سیمه ایزو چارواکو په ګډون او د پټۍ په پرې کولو سره ګټه اخیستنې ته وسپارلې.

LEAVE A REPLY