دسواد نړیواله ورځ په دو جلا جلا غونډو کې، چې د کابل پوهنتو د معلوماتو د سرچینو په مرکز او د افغانستان د ښځو لپاره د کاناډا د ښځو موسسې له خوا په بابربڼ کې جوړه شوې وه ونمانځل شوه:

دوشنبه، د وږی ۱۵ مه

په دې غونډه کې چې د کابل پوهنتون د معلوماتو د سرچینو مرکز په لار اچولې وه د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معین ښاغلی ډاکټر سردار محمد رحیمی، د کابل پوهنتون رئیس ښاغلی ډاکټر حمیدالله فاروقی، د یونسکو د ښوونې او روزنې څانګې مشر ښاغلی دنیلوپدیلو او دیاد مرکز بنسټ اېښودوونکې آغلې ننسی دوپری ګډون درلود، ټولو په خپل وارسره د سواد نړیوالې ورځې مبارکی وویله او د سواد د اهمیت په ړه یې خبرې وکړې.

همدارنګه په بابر بڼ کې د افغان ښځولپاره د کاناډا د ښځو موسسې له خوا په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې هم د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړې معین ښاغلی ډاکټر سردار محمد رحیمی ګډون درلود او د غونډې په پای کې ښاغلی رحیمی ګرځنده کتابتون هم پرانیست.

LEAVE A REPLY