د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معینیت نن شنبه په کابل کې د سواد زده کړې د نړیوالې ورځې د نمانځنۍ اونۍ پیل کړه. په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه د پوهنې وزیر ښاغلی ډاکټر اسدالله حنیف بلخی، د سواد زده کړې معین ښاغلی سردار محمد رحیمی، د وزارت یو شمېر رییسانو، د مرسته کوونکو موسسو استازو، د مدنی ټولنې غړو او خبریالانو ګډون درلود.
په پیل کې د پوهنې وزیر ښاغلی ډاکټر اسدالله حنیف بلخی مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سواد زده کړې په پیاوړتیا او پراختیا کې د نړیوالو موسسو د مرستو یادونه وکړه او د بې سوادۍ په له منځه وړلو کې یې خورا مهمې وبللې. ښاغلی بلخی زیاته کړه:«د یوې ټولنې د ترقۍ او پرمختګ تر ټولو مهم عنصر د باسواده او پر علم او ټکنالوژۍ د سمبالو وګړو درلودل دی او له همدې امله یې د افغانستان له ټولو خلکو په ځانګړی ډول له دینی عالمانو او قومی مشرانو وغوښتل، چې په ټولنه کې د سواد زده کړې په پیاوړتیا او پراختیا او د بې سوادۍ په له منځه وړلو کې له دې وزارت سره مرسته او همکاری وکړی.»
د پوهنې ښاغلی وزیر د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې د سواد زده کړې معینیت د پروګرامونو او د ملی وحدت حکومت د ښوونیزو پالیسیو یادونه وکړه، چې پر بنسټ یې د جمهوری ریاست د دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ د سواد زده کړې ملی کمېټه جوړه شوې او د بې سوادۍ د له منځه وړلو په برخه کې مهم پلانونه او پروګرامونه تر لاس لاندې لری.
وروسته د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین ښاغلی سردار محمد رحیمی د سواد زده کړې د نړیوالې ورځې په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د یاد معینیت د هڅو او د هېوادوالو او دینی عالمانو د ملاتړ ترلاسه کولو یادونه وکړه.
ښاغلی رحیمی زیاته کړه، چې پوهنې وزارت د بې سوادۍ د له منځه وړلو او د هېوادوالو د بادسواده کولو په موخه له ۵۳ وزارتونو، خپلواکو ریاستونو او نورو دولتی بنسټونو سره د هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پروګرام تر لاس لاندې لری او تر دې مهاله یې د عدلیې، ښځو چارو او کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارتونو او د افغانستان ملی راډیو تلوېزیون سره په بېلابېلو برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک کړی او له پاتې نورو بنسټونو سره به هم یو پر بل پسې لاسلیک شی.
د یادولو وړ ده، چې د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې څه باندې ۱۵۷۰۰ د سواد زده کړې کورسونه فعال و. له دغو کورسونو شاوخوا ۳۴۶۰۰۰ تنه چې د عمومی زده کړو د درېیم ټولګی معادل زده کړې یې کړی فارغ شوی دی. یادو سواد زده کوونکو ته د ۱۰۳۶۵ تنه مسلکی ښوونکو، چې له ډلې یې ۴۵۲۳ تنه مېرمنی دی، زده کړې ورکول کېدې.
دغه راز د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د حرفوی او سواد زده کړو ۶۶ ښوونځی هم فعال دی، چې د سواد زده کړو کورسونو فارغان کولای شی، په یادو ښوونځیو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی.
دا ډول ښاغلی رحیمی د لیک لوست زده کړې معینیت کې په دې وروستیو کې د نوو، نوښتونو او اصلاحاتو خبر ورکړ، چې له دې جملې څخه د اوه څلوښت مستقلو ادارو او وزارتونو سره د همکارۍ په موخه دوامدارې ناستې، د بې سوادۍ له منځه وړلو په برخه کې د ملی خوځښت طرحه، ښه مدیریت، د معلوماتو دفتر(NFEMIS) بیا پیلېدل، د معلوماتو د شریکولو په موخه د نوی ویب سایټ جوړل او په لوړه کچه د ښوونیز نصاب جوړل، چې پکې په بین المللی کچه منل شوی، شوې او مېتودونه په نظر کې نیولو سره جوړ او امضاشو، چې د دې ښوونیز نصاب د چوکاټ په رڼاکې دې روان کال تر آخره پورې به ښوونیز تو کی(کتابونه) به هم جوړ شی او همدارنګه ئې په روانه اونۍ کې د یو شمېر کنفرانسونو خبر هم ورکړ، چې د اجرائیه ریاست په تالار، ملی دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او آخره ورځ به د جمهوری ریاست په ماڼۍ کې تر سره شی.
وروسته د رسنیو په استازیتوب، د آزادو رسنیو د کمیسون مشر ښاغلی صدیق الله توحیدی خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې بې سوادی د فقراو طالبانی تفکر زېږنده ده، همدا راز ئې په حکومت باندې هم نیوکه وکړه، چې د لیک لوست زده کړې معینیت ته د زیاتې بودجې په ورکړې او نور برخو کې پاملرنه، نه لری ده زیاته کړه، چې حکومت باید یاد معینیت ته زیاته بودجه په اختیار کې ورکړی ترڅو د هېواد څخه د بې سوادۍ ټغر راټول شی. همداراز ئې د لیک لوست زده کړې معینیت ته د رسنیو په استازی توب د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.
په پای کې ګډونوالو د آزاد بحث په توګه خپل نظرونه او اندېښنې له یوبل سره شریکې کړې او یاد کنفرانس د سواد حیاتی د رئیس ښاغلی الله بازجم په خبرو پای ته ورسېد.

LEAVE A REPLY