د کنړ ولایت وټه پور ولسوالۍ اړوند د لیک لوست زده¬کړې څلور بابه ښځینه کورسونه جوړ شول

یاد کورسونه د ستاره­عرفان موسسې لخوا د یادې موسسې مسوولینو، وټه­پور ولسوال، د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر او د لیک لوست زده کړې ولایتی او سمیزو منسوبینو په ګډون د ۱۴۰ ښځینه زده­کوونکو په جذبولو سره پرانیستل شول.

د یادونې وړ ده؛ د دې موسسې له خوا هر زده­کوونکی ته ښوونیز مواد او مرستندوی ښونیز توکی ورکړل شول.