جمهور رئیس غنی: معارف باید د ۲۱ پېړۍ اړتیاوو ته ځواب ویونکی وی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غنی، نن ماښام د پوهنې د اصلاحاتو لومړنی ملی سمپوزیم په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی وو، د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتی مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد مېرویس بلخی د پوهنې د اصلاحاتو ملی سمپوزیم د درې ورځنی کار په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، په دغه سمپوزیم کې چې تر پنځوس سلنې زیات ګډونوال یې له ولایتونو راغلی وو او د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون،نورو وزارتونو او اړوندو ادارو په مرسته جوړ شوی وو، په اوو کاری ګروپونو کې یې د میتود او د هیواد د پوهنې د اصلاحاتو د طریقې او قلمرو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.

ډاکټر بلخې د پوهنې قانون او د دغه وزارت د تقنینی اسنادو او مقررو د بیا کتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او د فردی او ټولنیز ژوند جوړولو لپاره یې د پوهنې نظام د کمی او کیفی بدلون او عادلانه او باکیفیته خدمتونو وړاندې کول مهم وبلل.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل، په یاد سمپوزیم کې د ښوونیز بنسټ، جوړښت، سیستمی مدیریت، قابلیت محوره تعلیمی نصاب او د ټکنالوژۍ پر حداکثر استفادې، پنځو محورونو تمرکز وشو.

جمهوررئیس غنی د یاد سمپوزیم د جوړولو په خاطر د مبارکۍ پر مهال وویل، نن یوه مهمه ورځ ده چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې به د بدلون د یوې ورځې په توګه یاده شی.

د هیواد جمهوررئیس د اصلاحاتو په خاطر د رغنده بحثونو پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د ازاد بحث له اساسی شرایطو څخه دا دی چې ستونزې تشخیص، موخې تعیین او د مخکې تګ لپاره د لارې نقشه ترتیب شی.

هغه وویل، د پوهنې وزارت رهبری سره یې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه لس غونډې لرلی، په دغو غونډو کې هراړخیز بحثونه شوی، موخې واضح شوی او لومړیتوبونه د بشپړېدو په حال کې دی.

جمهوررئیس وویل، د دغه سند له بشپړېدو وروسته موږ باید د هیواد معارف پر داسې یو بنسټ بدل کړو چې د ۲۱ پېړۍ اړتیاو ته ځواب ویونکی وی.

جمهوررئیس غنی پر دې په ټینګار سره چې موږ باید د هیواد له پوهنې واضح درک ولرو وویل، زموږ په ښوونځیو، مدرسو او تعلیمی مرکزونو کې امکانات عدالت محوره نه، بلکې سلیقوی دی.

هغه زیاته کړه، ښوونځې ملت جوړوی او له هغه پرته ملت پاشل کېږی. زموږ په ښوونځیو کې متقابل درناوی او ملی یووالی کم دی او همدلی نه ده ایجاد شوې.

جمهوررئیس وویل، زموږ ښوونځیو ټولنې ته مسوول وطنوال نه دی وړاندې کړی، ښوونځی باید د کوچنی د شخصیت جوړولو په مرکز بدل شی.

جمهوررئیس غنی د پوهنې په ولایتی ریاستونو کې د اصلاحاتو پر اړتیا او د پوهنې کارکوونکو د حساب ورکولو په طریقه کې پر بنیادی تغییر ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، د ارزونې واضح سیستم دې وجود ولری چې د پوهنې ټوله دستګاه د ښوونځی په خدمت کې قرار ولری.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې له سیستمی مدیریت د هرکلی پرمهال، د تعلیمی نصاب پر بیا کتنې او ښوونځیو کې له ټکنالوژۍ څخه پر اعظمی استفادې ټینګار وکړ.

——-

رئیس جمهور غنی: معارف باید پاسخگوی نیازمندی های قرن ۲۱ باشد

محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان شام امروز در مراسم اختتامیۀ نخستین سمپوزیم ملی اصلاحات معارف، اشتراک و سخنرانی کرد.

در این مراسم که در قصر چهارچنار ارگ انجام شد و بانوی اول کشور و شماری از اراکین بلندرتبۀ دولتی نیز حضور داشتند، ابتدا داکتر محمد میرویس بلخی سرپرست وزارت معارف در خصوص کار سه روزۀ سمپوزیم ملی اصلاحات معارف، معلومات ارائه نمود.

وی گفت: در این سمپوزیم که بیشتر از پنجاه در صد اشتراک کننده گان آن از ولایات به کابل آمده بودند؛ به کمک کمیسیون مستقل اصلاحات اداری و خدمات ملکی و سایر وزارت خانه ها و ادارات مربوطه برگزار شد که در هفت کارگروه در مورد میتود، روش و قلمرو اصلاحات معارف کشور بحث های همه جانبه صورت گرفت.

داکتر بلخی بر ضرورت بازنگری در قانون معارف، اسناد تقنینی و مقررات این وزارت تاکید کرد و تحول کمی و کیفی در نظام معارف و ارائه خدمات عادلانه و با کیفیت برای ساختن زندگی فردی و اجتماعی را مهم دانست.

سرپرست وزارت معارف گفت که در سمپوزیم مذکور، روی پنج محور همچون نهاد تعلیمی، ساختار، مدیریت سیستمی، نصاب تعلیمی قابلیت محور و استفادۀ حد اکثری از تکنالوژی، تمرکز صورت گرفت.

سپس رئیس جمهور غنی صحبت نمود و ضمن تبریکی بخاطر برگزاری سمپوزیم متذکره، گفت: امروز یک روز مهم است که در تاریخ معاصر افغانستان بحیث یک روز تغییر یاد خواهد شد.

رئیس جمهور کشور بر ضرورت بحث های سازنده بخاطر آوردن اصلاحات تاکید کرده، گفت که از شرایط اساسی بحث آزاد این است تا در آن مشکلات تشخیص، اهداف تعیین و نقشه راه بخاطر حرکت به پیش، ترتیب گردد.

وی گفت که در ده نشستی که با رهبری وزارت معارف در خصوص آوردن اصلاحات در این وزارت داشته است، در آن بحث های همه جانبه صورت گرفت، اهداف واضح گردید و اولویت بندی در حال تکمیل شدن است.

رئیس جمهور گفت که بعد از تکمیل شدن این سند، ما باید معارف کشور را یک نهادی بسازیم که پاسخگوی نیازمندی های قرن ۲۱ باشد.

رئیس جمهور غنی با تاکید بر اینکه ما باید درک واضح از معارف کشور داشته باشیم، گفت که امکانات در مکاتب، مدارس و مراکز تعلیمی ما عدالت محور نبوده، بلکه سلیقه ای می باشد.

وی افزود که مکتب ملت را می سازد و بدون آن ملت به تفرقه میرود. در مکاتب ما احترام متقابل و وحدت ملی کمتر بوده و همدلی ایجاد نشده است.

رئیس جمهور گفت که مکاتب ما شهروند مسئول را به جامعه تقدیم نکرده است و مکتب باید به مرکز شخصیت سازی طفل مبدل گردد.

رئیس جمهور غنی بر ضرورت اصلاحات در ریاست های معارف ولایات و تغییر بنیادی در شیوۀ حسابدهی کارمندان معارف تاکید کرد و خاطرنشان نمود که یک سیستم واضح بررسی وجود داشته باشد تا تمام دستگاه معارف در خدمت مکتب قرار گیرد.

رئیس جمهور در اخیر سخنانش ضمن اینکه از مدیریت سیستمی استقبال نمود، بر بازنگری نصاب تعلیمی و استفادۀ اعظمی از تکنالوژی در مکاتب تاکید ورزید.